صدیقی خپل توییتر رسمی پاڼه کې ولیکل: د یو ویدیو په لیدلو چی په هغه کې وحشی طالبان یو مظلوم ښځه د غور په ولایت کې سنګسار کوی؛ سخت خفه شوم. دا ډله، د اسلام مقدس دین ترنامه لاندی، ترټولو لوی جنایتونه ترسره کوی.
مخکې له دی، محمد اشرف غنی، افغانستان ولسمشر د جنوری په ۲۲ نیټه ۲۰۲۰ کې د اقتصاد نړیوال مجمع ناسته کې ویلی وو، طالب جنګیدونکې د جګړی څخه خسته شوی دی، خو ددی ډلې رهبران په قطر کې څلورم او پنځم ښځي لری او خوند اخلی.
غنی ویلی وو: که طالبان آماده دی د تاوتریخوالی له منځه وړل ووینی، په دی صورت کې افغانستان ټولنه آماده دی هغوی ځان باندی مدغم کړی؛ خو که هغوی سوله په ټولنه کې د یو حکومت له منځه وړلو وسیله بولی، په هغه صورت کې حکومت او ټولنه به یو شی.
هغه زیاته کړه: هغه خلګ چی په دوحه کې دی، څلورم او پنځم ښځی اخلی او خوند اخلی؛ هغوی سرمایه ګذارانو باندی بدلیدو په حال کې دی.
خو ذبیح الله مجاهد د طالبانو ویاند د محمد اشرف غنی دا خبرو په وړاندی غبرګون ښودلی او ویلی دی چی هغه خبری غیری مسئولانه دی.