دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۳ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۲۳
د مطلب کود : 202514
تهران: د افغان سولې ملاتړ او همکارۍ ته چمتو یوو
د ایران د باندنیو چارو وزارت یوه ځانګړي پلاوي په کابل کې د ملي امنیت له سلاکار حمد الله محب سره کتلي او ورته یې ویلي، د ایران او افغانستان د حکومتونو ترمنځ باید اړیکې پیاوړې شي. دغه پلاوي ویلي چې ایران په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات غوښتونکی دی او ددې ملاتړ کوي چې په افغانستان کې روانه جګړه د افغانانو ترمنځ د خبرو له لارې حل شي.

ددغه پلاوي مشر ابراهیم تهراني وايي دوی د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له خبرو ملاتړ کوي او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دي.
حمد الله محب هم په دې لیدنه کې ویلي چې د سولې په برخه کې د سیمې د هېوادونو همکاري مهمه ده او ایران ته په کار ده چې له دې پروسې خپل ملاتړ ته ادامه ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او ایران د لانجې له کبله په تهران د افغان سولې د ننګولو تورونه لو شکونه زیات شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcjv8e8xuqeyiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته