دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۳ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۱۸
د مطلب کود : 202516
فیلیپین کې په کرونا ویروس یو اخته چینایی ومړ
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، یو ۴۴ کلن چینایی سړی چې په کرونا ویروس اخته شوی و، د چین هوبي ولایت له وهان ښاره فیلیپین ته تللی او هلته مړ شوی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، داسې ښکاري چې دغه سړی فیلیپین ته تر سفر مخکې په کرونا ویروس اخته شوی و.
تر اوسه په کرونا ویروس له اخته کسانو ۳۰۰ یې مړه شوي دي، چې ډېری یې په هوبي کې مړه شوي او په نړیواله کچه تر ۱۴۰۰۰ ډېر خلک په دې ویروس اخته شوي دي.
ویل کېږي دغه سړی، چې مړ شوی، له شدیدې ساتنګۍ کړې ده، که څه هم مانیلا کې روغتون ته لېږدول شوی، خو د فیلیپین روغتیا اداره وايي، هلته مړ شوی دی.
یاد سړی فیلیپین ته له یوې ښځې سره تللی چې یادې ښځې هم یاد ویروس درلود.
په فیلیپین کې د روغتیا نړیوال سازمان استازې ربینډرا ابیاسینګها ویلي: "دا له چین بهر د مړینې لومړنۍ پېښه ده. باید وویل شي چې دا کورنۍ پېښه نه ده، بلکې ناروغ د ناروغۍ له مرکزه راغلی و."
 
https://avapress.com/vdcb85b50rhbgsp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته