دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۳ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۴۳
د مطلب کود : 202518
د افغانستان دوه ترانسپورتي الوتکې د عصرې سیسټم د نصب لپاره ترکیې ته استول شوي
د افغانستان د د ملکي هوایي چلند ادارې لخوا د آریاناافغان هوایي شرکت دوه الوتکې د خورا عصري نوي ماډل نیویګیشن یا ADS-B OUT سیستم نصبولو لپاره د ترکیې استانبول ښار ته استول شوې دي.

د افغانستان د هوایي چلند ادار‌ې لخوا تاند ته ویل شوي چې د نیویګیشن یا ADS-B OUT سیستم د دغو دستګاو کارول وروستیو کې په اروپایي او امریکایي مسافر وړونکو الوتکو کې یو ضروري امر دی او د پروازونو د خوندیتوب په لوړولو کې ډیر ارزښت لري.
د دغې ادارې مسوولان وایي، دا د اریانا افغان هوایي شرکت لخړا اروپایي هیوادونو ته د پروازونو پیل کولو په لور یو بل ګام دی چې پورته شو، ځکه اروپایي ټولنې د افغانستان په الوتکو د زوړوالي له کبله بندیز لګولی او دا الوتکې یې تور لیست ته اچولې دي.
د هوایي چلن اداره هیله منه ده چې ډیر ژر به افغانې شرکتونه د اروپایي اتحادیې د تور لیست څخه ووځي او اروپایې هیوادونو ته به مستقیم پروازونه شروع کړي.
 
https://avapress.com/vdcdfx0xjyt0zk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته