په دغه کتنه کې چې یو شمېر لوړپوړو دولتي مقاماتو هم حضور درلود او زلمي خلیلزاد په کې له طالبانو او پاکستاني مقامانو سره د خپلو وروستیو خبرو اترو په اړه ولسمشر ته معلومات ورکړل.
خلیلزاد په دوحه کې له طالبانو سره د امریکا د وروستیو خبرو جزیاتو ته په اشارې وویل، امریکا د عملي میکانیزم پر بنسټ د اوربند او یا د تاوتریخوالي پام وړ او پایداره کمولو لپاره د طالبانو روښانه ځواب ته چې د افغانستان خلکو او د امریکا حکومت ته د منلو وړ وي، منتظره ده.
خلیلزاد زیاته کړه، طالبانو سره په خبرو کې پام وړ پرمختګ نه دی راغلی: (( هیله لرم په دې برخه کې یوې پایلې ته ورسېږو. ))
نوموړي همدا راز پاکستاني مقاماتو سره د خپلو کتنو په اړه معلومات ورکړل او وې ویل، له دوی سره یې پر سوله سربېره په پاکستان کې د مېشت افغان کډوالو د وضعیت په اړه هم خبرې وکړې.