کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پاکستان کې د پولیو پیښې ۱۴۴ ته ورسیدې

13 دلو 1398 ساعت 11:40

په پاکستان کې د شنبې په ورځ د پولیو یا ګوزڼ د څلورو نویو پیښو په ثبتیدو سره په دغه هیواد کې د پولیو د پیښو شمیر ۱۴۴ ته ورسید. پاکستان له پولیو سره د مبارزې په برخه کې د وسلوالو ډلو له لوري له ګواښونو سره مخامخ دی.


څو ورځې وروسته له هغې چې د ملګرو ملتونو د روغتیا څانګې پاکستان ته د پولیو سره د مبارزې په برخه کې د ستراتیژۍ د بدلون سپارښتنه وکړه، په دې هیواد کې د پولیو څلور تازه پیښې ثبت شوي دي. په دې توګه په ۲۰۱۹م کال کې د پولیو د مجموعي پیښو شمیر ۱۴۴ ته لوړ شوی چې د تیرو پنځو کلونو په پرتله تر ټولو لوړ دی.
په پاکستان کې د پولیو د له منځه وړلو د ملي پروګرام د ادارې یوه چارواکي ذولفقار بابک خیل د آلمان خبري آژانس ته په دې هکله وویل: «تیره شپه [د پولیو] څلور تازه پیښې تائید شوي دي.» د نوموړي په خبره د دغو کسانو معاینه د تیر کال په دسمبر میاشت کې شوې وه او پایلی یې پرون شپه معلومې شوي دي. د پاکستاني چارواکو په خبره، په دغو تازه پیښو سره په ۲۰۱۹م کال کې د پولیو د پیښو شمیر ۱۴۴ ته لوړ شوی دی.
بابک خیل همدا راز همدا راز زیاته کړې چې د ۲۰۲۰م کال په ترڅ کې هم د پولیو ۷ تائید شوي پیښې لرو. په ورته وخت کې پاکستاني چارواکي د پولیو د مخنیوي په برخه کې له وسلوال مقاومت سره هم لاس او ګریوان دي. د روانې اونۍ په پیل کې د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په اړونده یوه سیمه کې د پولیو د واکسین دوه ښځینه کارمندانې د وسلوالو له لورې په ډزو وژل شوي دي.
په پاکستان کې د ۲۰۱۴م کال په ترڅ کې د پولیو تر ټولو ډیرې، یعنې ۳۰۶ پیښې ثبت شوې وې چې بیا وروسته په ۲۰۱۵م کال کې دغه شمیر ۵۴ پیښو ته راټیت شو. د پاکستان سربیره په افغانستان کې هم د پولیو پیښې موجودي دي. افغان چارواکي د کورنیو ترمنځ د عامه پوهاوي نه شتون او د وسلوالو ډلو موجودیت او مخالفت د پولیو د واکسین پر وړاندې یواځینۍ ستونزه په ګوته کوي.
 


د مطلب کود: 202521

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/202521/په-پاکستان-کې-د-پولیو-پیښې-۱۴۴-ته-ورسیدې

آوا
  https://www.avapress.com