هغه، چي د ماستړۍ تر کچي لوړي زده کړي کړي دي، تر دې يې وړاندي د روزګان ولايت د لويو لارو د سړکونو او مراقبت د رئيس په توګه دنده ترسره کول.
انجنېر ګل احمد حميدي، چي د افغانستان د لوی لارو د ساتني او مراقبت وزارت په پېشنهاد او د کندهار ولايت مقام په موافقه د کندهار د لويو لارو د سړکونو او مراقبت د نوي رئيس په توګه ټاکل سوی د شنبې په ورځ د ولايت مقام د بشري سرچنيو د سرپرست رئيس لخوا د دې رياست کارکونکو ته ور وپېژندل سوو.
هغه تغير او تبديل د دولت په چوکاټ کي يو اصل ياد کړ په وينا ئې نوی رئيس د انجنېرۍ په برخه کي لوړي زده کړی کړي، چي د پوره کاري تجربې څخه برخمن دی او له کارکونکو ئې وغوښتل، چي د تېر په شان په کارونو کي ورسره مرسته وکړي.
نوي ټاکل سوي رئيس د وزارت او ولايت مقام له بارو څخه د منني ترڅنګ وويل، چي د خپل کاري ټېم په مرسته به د کندهاري ولس د غوښتونو او ضرورتونو مطابق کار وکړي.
تر دې وړاندي صابر احمدزی د کندهار د لويو لارو د سړکونو او مراقبت رئيس وو، چي اوس وزارت تبديل سوی دی.