دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۳ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۳۳
د مطلب کود : 202525
دکندهارپه سپين بولدک ولسوالۍکي دخپلواکۍ او ملي يووالي د اتل شهيدعبدالرازق اڅکزي فرهنګي مرکز اوعامه کتابتون پرانيستل سو
په همدې موخه د ولايت مقام مرستيال عبدالحنان منيب، امنيه قومندان تورن جنرال تادين خان، د اړوندو رياستونو ريسانو او د يو شمېر ولسواليو ولسوالانو سپين بولدک ولسوالۍ ته سفر وکړ. غونډي ته د پيل په وينا کي د ياد کتابتون مسؤل ابراهيم تاج د ياد کتابتون اړوند هر اړخيزه معلومات وړاندي کړه او ويې ويل، چي د ياد کتابتون سره د امنيه قومندان او يو شمېر ريسانو لخوا زرګونه ټوکه کتابونه مرسته سوې.

ښاغلي تاج د ولايتي ادارې او ملي سوداګرو څخه غوښتنه وکړه، چي د ياد کتابتون لپاره د غونډو د عمومي تالار د جوړولو په برخه کي همکاري وکړي، څو هر اړخيزه اسانتياوي ورته رامنځته سوي وي.
په ورته وخت کي د ولايت مقام مرستيال عبدالحنان منيب شهيد ستر پاسوال عبدالرازق اڅکزی د هيواد پياوړی او نوموتی قومندان ياد کړ، چي ترڅنګ يې د سولي او ملي يووالي په برخه کي د هغه د کړو خدمتونو قدردانی هم وکړ.

ښاغلي منيب وويل، د ياد کتابتون له پرانيستلو څخه يې موخه په لېري پرتو سيمو کي مطالعې ته د ځوانانو هڅونه او د سولي د اتل شهيد ستر پاسوال عبدالرازق اڅکزي ياد ساتنه ده، چي په خبره يې ولايتي اداره هڅه کوي څو په ټولو ولسواليو کي ځوانانو ته د ازادي مطالعې زمينه برابره کړي.
د سپين بولدک ولسوالۍ ولسوال او يو شمېر نورو ګډونوالو هم د ځوانانو د ذهني پياوړتيا په موخه د مسؤلينو ترڅنګ د ملي سوداګرو څخه د دا ډول فرهنګي او مطالعاتي مرکزونو د جوړولو غوښتنه وکړه.
 
https://avapress.com/vdcb55b5srhbgsp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته