ښاغلي تاج د ولايتي ادارې او ملي سوداګرو څخه غوښتنه وکړه، چي د ياد کتابتون لپاره د غونډو د عمومي تالار د جوړولو په برخه کي همکاري وکړي، څو هر اړخيزه اسانتياوي ورته رامنځته سوي وي.
په ورته وخت کي د ولايت مقام مرستيال عبدالحنان منيب شهيد ستر پاسوال عبدالرازق اڅکزی د هيواد پياوړی او نوموتی قومندان ياد کړ، چي ترڅنګ يې د سولي او ملي يووالي په برخه کي د هغه د کړو خدمتونو قدردانی هم وکړ.
ښاغلي منيب وويل، د ياد کتابتون له پرانيستلو څخه يې موخه په لېري پرتو سيمو کي مطالعې ته د ځوانانو هڅونه او د سولي د اتل شهيد ستر پاسوال عبدالرازق اڅکزي ياد ساتنه ده، چي په خبره يې ولايتي اداره هڅه کوي څو په ټولو ولسواليو کي ځوانانو ته د ازادي مطالعې زمينه برابره کړي.
د سپين بولدک ولسوالۍ ولسوال او يو شمېر نورو ګډونوالو هم د ځوانانو د ذهني پياوړتيا په موخه د مسؤلينو ترڅنګ د ملي سوداګرو څخه د دا ډول فرهنګي او مطالعاتي مرکزونو د جوړولو غوښتنه وکړه.