دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۳ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۰۸
د مطلب کود : 202526
د ۲۰۰۰ غريبو کورنيو سره دخوراکي توکو دوېش لړۍ پیل سوه
په ټولنیزو چاروکي دولایت مقام مرستیال حاجي اغالالی دستګیري وايي، ولايتي ادارې دیو شمیر همکارو موسیسو په همکاري دغه مرسته برابره کړې، چي دیوې اونۍ په اوږدو کي به دکندهار ښار پر غریبو کورنیو باندي وویشل سي. بلخوا مرسته ترلاسه کوونکي هیوادوال دمرستي په ترلاسه کیدو خوښ ښکاریدل. دشنبې په ورځ ددغه خوراکي توکو دویش پرمهال په ټولنیزو چاروکي دولایت مقام مرستیال حاجي اغالالي دستګیري وویل، ياده مرسته کښي ۱۵۰ کیلو وړه ۱۲ کیلو غوړي او یوشمیر نور خوراکي توکي شامل دي، چي ۲۰۰۰ غریبو کورنيو ته يې وېشي.

ښاغلي دستګیري وويل، دولايت مقام دغه خوراکي توکي د WFP او یوشمیر نورو همکارو موسیسو لخوا برابر کړي او لاهم هڅه کوي چي نور هم دغریبو هیوادوالو ژوند ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
په ورته وخت کي يادو غريبو خلګو هم دمرستي په ترلاسه کولو خوښي وښودل او پرشتمنو هيوادوالو يې هم ږغ وکړ، ترڅو ددوی لاسنيوی وکړي او دژوند تيرولو په هدف داړينو تو کو مرسته ورسره وکړي.
باید وویل سي تر دې مخکي هم دغریبو اوبیځایه سوو کورنیوسره دا ډول مرستی سوي خولاهم ډیری کورنی غوښتنه کوي چي ژوند يې دامهال په ستونزوکي دی او اړوند مسولین دي ورته پاملرنه وکړي اومرستي دي ورسره وسي.


 
https://avapress.com/vdcciiqie2bqxp8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته