دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۳ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۴
د مطلب کود : 202528
کابل ته د خلیل زاد سفر او افغان سوله کې نوي خنډونه
افغان چارواکي وايي، زلمی خلیلزاد به د ولسمشر غني سره په کتنه کې د سولې بهیر د وروستیو جزیاتو په اړه معلومات ورکړي. خو هاخوا، افغان سولې بهیر کې د نویو خنډونو رابرسیره کېدو راپورونه هم ورکړل شوي. خو دا کوم خنډونه دي؟
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد نن شنبې (د ۲۰۲۰ میلادي کال د فبرورۍ لومړی نیټه) له اسلام آباد څخه کابل ته تللی. ارګ وايي، خلیل زاد به نن د ورځې ناوخته له ولسمشر غني سره وګوري. د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیه انوري دویچه ویله ته وویل: «کابل ته د ښاغلي خلیلزاد د سفر پرمهال به دوی د امریکا او طالبانو ترمنځ د وروستیو مذاکراتو او نورو اړوندو مسایلو په اړه جزیات د افغانستان دولت مقاماتو سره شریکوي او د دې لېدنو جزیات به وروسته له خلکو سره شریک کړو.»
ښاغلی خلیلزاد تېره ورځ په اسلام اباد کې ؤ او هلته هم د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او د پوځ له مشر قمر باجوه سره پر افغان سوله غږېدلی.
د نړېوالو مسایلو شنونکي عبدالشکور سالنګی وايي، داسې بریښي چې په قطر کې د زلمي خلیلزاد ماموریت پای ته رسېدلی او اوس یې هڅه دا ده چې له طالبانو سره شویو هوکړو ته د پاکستاني او افغان چارواکو ملاتړ ور جلب کړي.

ښاغلي سالنګي  وویل: «پاکستان د امریکا او طالبانو ترمنځ له توافقاتو خوښ دی خو اوس به خلیل زاد په کابل کې افغان چارواکي دې ته هڅوي چې دغه توافقات ومني.»
زلمی خلیلزاد داسې مهال اسلام اباد او کابل ته سفر کوي چې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې خبرې له تازه خنډونو سره مخامخ شوي. د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین، له یوې نړیوالې رسنۍ سره په خبرو کې امریکايي لوری تورن کړی چې د سولې خبرې ځنډنی کوي او نوي خنډونه ورته جوړوي. 
نوموړي د دغو خبرو د ځنډېدو لامل د سولې هوکړه لیک ترلاسلیک وړاندې د «تاوتریخوالي کمېدو» د څرنګوالي پر سر اختلاف ښودلی دی.
 
https://avapress.com/vdceww8wvjh87ni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته