دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۳ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۶
د مطلب کود : 202529
کندهارکي د څلورو ولايتونوترمنځ دچلنج کپ درېيمه درجه ټورنمنټ د پټۍ په پريکولو سره پرانيستل سو
ياد ټورنمنټ، چي د عینومېني د کرکيټ په نړيوال ميدان کي پرلاره اچول سوی وو، د پټۍ د پرې کولو په موخه يې د شنبې په ورځ د ولايت مقام مرستيال عبدالحنان منيب، د سپورټ او بدني روزني رئيس احمدولي مدير اغا، له مرکز څخه راغلي پلاوي، ځوانانو او ورزش کارانو ګډون کړی وو.

د ټورنمنټ د پيل پرمهال د ولايت مقام مرستيال وويل، چي ياد ټورنمنټ د کندهار په کوربه توب د ( فراه، نيمروز، روزګان او زابل ) ولايتونو ترمنځ پر لاره اچول سوی، چي موخه يې ځوانان ورزش ته هڅول دي.
ښاغلي منيب له ځوانانو وغوښتل، چي د بېځايه کړنو پر ځای ورزش ته مخه کړي او په دغه برخه کي يې له خپله اړخه د بشپړي همکارۍ ډاډ ورکړ.
 
https://avapress.com/vdcf00d01w6dxta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته