دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۳ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۳۴
د مطلب کود : 202530
ولسمشر غني او د ترکمنستان د باندنیو چارو وزیر د ټاپي په پروژه غږېدلي
ولسمشر اشرف غني نن د د ترکمنستان د باندنیو چارو له وزیر رشید مرادوف سره د ټاپي پروژې په تړاو کتلي دي. د ارګ خبرپاڼه په دې اړه وایي، ولسمشر غني په دې لیدنه کې د ټاپي په اړه ویلي چې پروژه به د افغانستان او سیمې تر منځ لوی اقتصادي دهلېز جوړ کړي. د ده په خبره، دا هغه پروژه ده، چې سیمې ته به اقتصادي او انکشافي بدلونونه، پرمختګونه او فرصتونه برابر کړي.

ولسمشر غني څرګنده کړه، چې افغان حکومت به د ترکمنستان په همکارۍ په هرات کې د ګازو د پروسس اسانتیاوې هم برابرې کړي.
بلخوا، د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د خپل هېواد د همکاریو ډاډ څرګند کړ او ویې ویل چې دواړه هېوادونه به د ټاپي پروژې په ګډون په ټولو برخو کې ګډ کار وکړي.
د ټاپي د ګازو نل لیکې پروژه څلور کاله وړاندې په ترکمنستان کې پرانیستل شوه.
هغه مهال د ترکمنستان ولسمشز قربان قلي بردي محدوف وویل، د ګازو د نل لیکې دا پروژه به د ۲۰۱۹ کال تر ډسمبر میاشتې بشپړه شي، خو لایې هم کارونه نیمګړي دي.
 
https://avapress.com/vdchxiniv23nvmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته