د کابل پخوانی امنیې قوماندان محمد داوود امیني تېره شپه د نامعلومو وسله والو په برید کې ټپي شو.
د کابل پخوانی امنیې قومندان ټپي شوی
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 13 دلو 1398 ساعت 11:46
د کابل پخوانی امنیې قوماندان محمد داوود امیني تېره شپه د نامعلومو وسله والو په برید کې ټپي شو.
د کورنیو چارو وزارت ویندوی نصرت رحیمي وايي، ښاغلی امیني تېره شپه شاوخوا ۸ بجې په شاه شهید مېنه کې خپل کور ته روان و ، چې نامعلومو وسله والو پرې ډزې وکړې.
د رحیمي په وینا د کابل د پخواني امنیه قوماندان پښه ټپي شوې ده.
تر اوسه د دې برید مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی او د کورنیو چارو وزارت وايي چې د دې پېښې په اړه څېړنه کوي.
د مطلب کود: 202536