کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغان توکو لومړنۍ جوپه ګوادر بندر ته ورسیده

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 13 دلو 1398 ساعت 12:38

د افغانستان د صادراتي توکو لومړنۍ جوپه د پاکستان ګوادر بندر ته ورسیده.



ټاکل شوې ده دغه توکي له دې لارې چین ته ولیږدول شي.
ګوادر بندر چې د پاکستان سویل لویدیځ کې موقعیت لري د جنورۍ میاشتې په څوارلسمه نیټه د افغان او پاکستاني چارواکو ترمنځ د یوې هوکړې په ترڅ کې پرانستل شو.
دا بندر د چین له لوري د ۲۵۰ میلیون ډالرو پانګونې سره فعال شوی او ویل کیږي چې د دې بندر د کلني عاید ۹۰ سلنه برخه تر راتلونکو ۴۰ کلونو پورې چین ته ورکړل شي.
 


د مطلب کود: 202547

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/202547/د-افغان-توکو-لومړنۍ-جوپه-ګوادر-بندر-ته-ورسیده

آوا
  https://www.avapress.com