دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۳ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۴۲
د مطلب کود : 202551
شرکتونه شل برابره د انترنت کلی بیه په پرچون توګه پلوری
  محمد فهیم هاشمی، د مخابرات او معلومات تکنالوژي وزارت سرپرست وایی چی په حاضر حال کې هر جی بی انترنت د شرکتونو لپاره په عمده توګه ۹ افغانی تمامیږی، خو دا شرکتونه هغه په ۱۸۰ افغانی په پرچون توګه پلوری.

 
 
فهیم هاشمی چی د طلوع نیوز بازار برنامه میلمه وو، وویل: په حاضر حل کې یو ام بی انترنت د ۶.۵ دالر په بدل کې رانیسی، په داسی حال کې چی په تیرو کې یو ام بی انترنت د ۱۶ دالرو په بدل کې رانیول کېدل.
 
د هغه په وینا، ددی قیمتونو تمامشد تر مرزونو دی او کابل ته رسیدو پوری ددی یو ام بی انترنت قیمت ۲۰ دالرو ته رسیږی چی د مخابرات او معلوماتی تکنالوژی وزارت له لوری د ۳۸ څخه تر ۴۳ دالرو پوری انترنتی خدماتو ترسره کولو شرکتونو ته پلورل کیږی.
 
د مخابرات او معلوماتی تکنالوژی وزارت سرپرست زیاته کړه چی د ځینو ناستو په لړ کې د انترنتی خدماتو رامنځته کوونکو شرکتونو نمایندګانو سره د انترنت بیه کمولو پرسر خبری کړی دی.
 
ښاغلی هاشمی وویل: هیله مند یم چی د هر ام بی انترنت قیمت د ۳۰ څخه تر ۴۰ سلنه کم کړو.
https://avapress.com/vdcamunu649nwm1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته