د ملی امنیت عمومی ریاست خاص قطعاتو ځواکونه د یو خاص عملیات په لړ کې، د طالبانو یو دری کسیزه شبکه د لغمان ولایت مربوطاتو څخه نیولی دی.
د ملی امنیت له لوری طالبانو دری کسیزه ډله نیول شوی دی
13 دلو 1398 ساعت 15:39
د ملی امنیت عمومی ریاست خاص قطعاتو ځواکونه د یو خاص عملیات په لړ کې، د طالبانو یو دری کسیزه شبکه د لغمان ولایت مربوطاتو څخه نیولی دی.
آوا خبرګزاری-کابل: محمد ریاض مشهور په حمزه د نور حبیب زوی، نورانی د ککو زوی او زلګی د محمد طاووس زوی د سنګری قوماندان په امر د لغمان مرکز سیمو او علینګار ولسوالی کې تخریبی او تروریستی فعالیتونو باندی مصروف وو.
د ملی امنیت عمومی ریاست معلوماتو په اساس، دا کسان د امن او نظم عامه خرابولو لپاره کنر ولایت ته تللی وو چی د لغمان ولایت مرکز مهترلام ښار مربوطاتو څخه د ملی امنیت عملیاتی ځواکونو له لوری پيژندل شوی او نیول شوی دی.
د مطلب کود: 202569