دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۳ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۳۵
د مطلب کود : 202593
توري او عدم تشدد د ظلم په وړاندي ولسونه سره یو کړي
د سولي او شخړي د مطالعاتو مرکز رئیس وايي چي د ظلم پر وړاندي د غازي امان الله خان توري او د خان عبدالغفار خان د عدم تشدد مبارزې افغان ولسونه یوځای کړل او د تېري په وړاندي يې اتفاق وربخښلی دی.
دغه خبري حکمت خلیل کرزي ننګرهار ته د سفر په ترڅ کي د غازي امان الله خان او خان عبدالغفار خان د مقبرو تر لیدلو وروسته کړي دي. هغه پر خپل فېسبوک پاڼه ليکلي: “غازي امان الله خان او خان عبدالغفار خان موږ ته تلپاته درسونه په یادگار پرې ايښي. غازي امان الله خان د مقاومت او توري په زور د هیواد خپلواکي راخپله کړه او خان عبدالغفار خان د عدم تشدد مبارزې له لاري د ظلم پر وړاندي ولسونه سره یو کړل.” نوموړی کښلي، ځوان نسل ته په کار ده چي د دې دوو مخکښو د مبارزې او مقاومت د مکتب په اړه مطالعه وکړي او د هغوی له تګلارو څخه په خپل ژوند کي استفاده وکړي.
هغه همدا راز د خپل سفر په اړه لیکلي: “ننګرهار ته مي د سفر په ترڅ کي د مختلفو سيمو د قومي مشرانو او عالمانو سره د سولي پر روان حالت، په دې پروسه کي د ولسونو او عالمانو پر ونډه او یو شمیر نورو مهمو موضوعاتو خبري وکړې.”
ښاغلي کرزي په ننګرهار کي د ټیټسو ناکامورا له تکمیل سویو او ناتکمیل سویو پروژو څخه هم لیدنه کړې ده. نوموړی د خپل سفر د دغي برخه په اړه ليکي: “ناکامورا چي په سمیه کي يې د بې شمېره بشري خدمتونو په تر سره کولو سره په کاکا مراد محبوبيت موندلی دی، شاړي مځکي او خړ د ښتونه يې په شنه زراعتي او حاصل خيزه مځکو بدل کړي. هغه کوهي وکيندل، کوچني بندونه او د کانالونو د پام وړ سيستمونه يې جوړ کړي چي خلکو ته د ژوند کولو توان ورکوي.”
نوموړی همدا راز زیاتوي چي مراد زرګونه بې روزګاره وگړو ته د دندي زمينه مساعده کړې وه او هغوی ته يې د اړتیا وړ مهارتونه ورزده کړي وو. د حکمت کرزي په وینا، ناکامورا په خپله مورنۍ ژبه خبرې کولې او خپلو کارکونکو ته يې پاملرنه کوله. هغه ليکلي: “که څه هم موږ کاکا مراد له لاسه ورکړ، مګر د هغه یاد او د خدمتونو میراث به تل زموږ سره پاته وي.”
https://avapress.com/vdcgyx9xwak9zn4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته