کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کورنیو چارو وزارت ۷۰۰ کارمندان د ناوړه چلن له امله نيولي

13 دلو 1398 ساعت 19:01

د کورنیو چارو وزارت وايي، د وزارت په چوکاټ کي یې د اداري فساد او د پولیسو د ناوړه چلن د مخنیوي په موخه یو ریاست جوړ کړی، چي تر اوسه یې د دغه وزارت تر ۷۰۰ ډېر لوړپوړي او ټیټ پوړي کارمنان له خلکو سره د ناوړه چلن په تور نیولي او له دندو ګوښه کړي دي.



د کورنیو چارو وزارت له ښاریانو سره د پولیسو د چلند، له دندي ناوړي ګټه اخيستنې او اداري فساد مخنیوي په موخه د وزارت په جوړښت کي د کورني امنیت په نوم یو نوی لوی ریاست جوړ کړی دی.
د دغه وزارت په وینا، د یاد ریاست له جوړېدو راهیسي د خلکو د شکایتونو او خپلو پلټنو پر بنسټ ته یې د دغه وزارت تر ۷۰۰ ډېر لوړپوړي او ټیټ پوړي کارکوونکي له خلکو سره د ناسم چلند، له خپلو دندو د ناوړه ګټي اخيستني او د اداري فساد په تور نیولي او له دندو ګوښه کړي دي.


د مطلب کود: 202598

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/202598/کورنیو-چارو-وزارت-۷۰۰-کارمندان-د-ناوړه-چلن-له-امله-نيولي

آوا
  https://www.avapress.com