دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۳ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۹:۰۱
د مطلب کود : 202598
د کورنیو چارو وزارت وايي، د وزارت په چوکاټ کي یې د اداري فساد او د پولیسو د ناوړه چلن د مخنیوي په موخه یو ریاست جوړ کړی، چي تر اوسه یې د دغه وزارت تر ۷۰۰ ډېر لوړپوړي او ټیټ پوړي کارمنان له خلکو سره د ناوړه چلن په تور نیولي او له دندو ګوښه کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت له ښاریانو سره د پولیسو د چلند، له دندي ناوړي ګټه اخيستنې او اداري فساد مخنیوي په موخه د وزارت په جوړښت کي د کورني امنیت په نوم یو نوی لوی ریاست جوړ کړی دی.
د دغه وزارت په وینا، د یاد ریاست له جوړېدو راهیسي د خلکو د شکایتونو او خپلو پلټنو پر بنسټ ته یې د دغه وزارت تر ۷۰۰ ډېر لوړپوړي او ټیټ پوړي کارکوونکي له خلکو سره د ناسم چلند، له خپلو دندو د ناوړه ګټي اخيستني او د اداري فساد په تور نیولي او له دندو ګوښه کړي دي.
https://avapress.com/vdcb95b5wrhbgsp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته