خوښ ديک ۰

سعودی عربستان ته د خارجه چارو وزارت سرپرست سفر

چخانسوری؛ د هیواد خارجه وزارت سرپرست، نن د غرمی وروسته، د اسلامی همکاری سازمان فوق العاده ناسته کې ګډون لپاره عربستان سعودی ته سفر کړی دی.
سعودی عربستان ته د خارجه چارو وزارت سرپرست سفر

 
 
قرار دی یاد ناسته د اسلامی همکاری سازمان له لوری د منځنۍ ختیځ سولې پلان د پیړۍ معامله په نامه سبا د یو ورځ لپاره ددی سازمان غړیو هیوادونو خارجه وزیرانو ګډون سره په جده کې ترسره شی.
 
دا په داسی حال کې دی چی دونالد ترامپ، د امریکا ولسمشر د پیړۍ معامله طرحه په اساس د فلسطین خاوری ځینی نوری برخی هم لکه ختیځ بیت المقدس صهیونیستی رژیم ته پریښودل.
 
دونالد ترامپ سه شنبه(۸ دلو) په داسی حال کې چی بنیامین نتانیاهو، د صهیونیستی رژيم لومړۍ وزیر قدس کې ځان سره درلود، د پیړۍ معامله په نامه تحمیلی طرحی خپاره کړل.
 
ترامپ چی په یو خبری ناسته کې خبری کول، دا طرحه د اسرائیل لپاره سولی لوری ته یو مهم ګام وبلل او ادعا وکړ چی دا طرحه د افراط ګرایی سره مبارزه کې مرسته کوی.
 
دا طرحه تراوسه د ځینو هیوادونو لکه عرب اتحادیه سخت مخالفت سره مخ شوی دی، خو افغانستان تراوسه په دی اړه څه نه دی ویلی.
 
یکشنبه ۱۳ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۲۱:۲۹
د مطلب کود: 202610 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *