دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۴ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۳
د مطلب کود : 202620
ارګ: د ترکمنستان په همکارۍ د ګازو پروسس اسانتیاوې رامنځته کېږي
افغانستان به د ترکمنستان په همکارۍ په هرات ولایت کې د ګازو د پروسس اسانتیاوې رامنځته کړي.
افغانستان به د ترکمنستان په همکارۍ په هرات ولایت کې د ګازو د پروسس اسانتیاوې رامنځته کړي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په ویبپاڼه کې د خپاره شوي راپور له مخې دا څرګندونې افغان ولسمشر د ترکمنستان له بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف سره په کتنه کې وکړې.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وویل، چې ټاپي یوازې د ګازو نل لیکه نه، بلکې افغانستان او سیمې ته لوی اقتصادي دهلېز دی، دا هغه پروژه او طلایي فرصت دی چې سیمې ته به اقتصادي او انکشافي بدلونونه، پرمختګونه او فرصتونه راوړي.
ښاغلي غني زیاته کړه، موږ غواړو له ترکمنستان سره د ټرانزیټ او سوداګرۍ په برخه کې خپلې همکارۍ او راکړې ورکړې لا زیاتې کړو، چې په افغانستان کې د اورګاډي پټلۍ غځېدل او انکشاف هم د دغو همکاریو یوه برخه ده.
د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر وویل، هېواد یې په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره همکاریو ته ژمن دی او ډېر ژر به د دواړو هېوادونو اړوندې ادارې او مسوولین د دغو پروژو او همکاریو د تطبیق لپاره چې موخه یې له افغانستان سره همکاري او سیمه ییز اتصال دی، ګډ کار وکړي.
https://avapress.com/vdchiiniv23nv-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته