کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل ښار د امنیت ساتنې په برخه کې ځانګړي تدابیر نیول شوي

14 دلو 1398 ساعت 10:07

د کابل ښار د لا ښه ډاډمن امنیت په موخه باید له هیڅ راز هلو ځلو ډډه ونشي.
دا څرګندونې د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین ستر پاسوال عبدالصبور قانع پرون یکشنبه د کابل امنیه قوماندانۍ مسؤلینو، د امنیتي حوزو له امرینو او د جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیرانو سره په جوړه شوې غونډه کې وکړې.



ښاغلي قانع د کابل امنیه قوماندانۍ له منسوبینو مننه وکړه او د پولیسو له وروستیو امنیتي تدابیرو یې خوښي څرګنده کړه ویې ویل، دا چې په دندو کې بدلونونه، ټاکنې او کاري ارزونه یو اصل دی نو د کورنیو چارو وزارت مشرتابه پلاوي د کابل ښار د لا ښه ډاډمن امنیت د خوندیتوب په موخه د روټېشن برنامه پیل کړې څو ټول هغه باظرفیته، مسلکي او بادرکه پولیس چې د خپلو خلکو د لا ښه او خوندي امنیت په موخه نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي په دندو وګماري.
د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین د کابل ښار امنیتي حوزو مسؤلینو څخه وغوښتل چې د خپلو کاري چارو د لا ښه ترسراوي په موخه دې د خپلو اړونده سیمو څخه پوره ځان باخبره کړي، د جنايي جرمونو، اداري فساداو د ترهګریزو پېښو د مخنیوي په موخه دې جدي ګامونه پورته کړي.
ستر امنیتي معین زیاته کړه، زما هیله له ټولو اړونده امنیتي مسؤلینو څخه دا ده چې له دې وروسته دې د خلکو امنیتي ننګونو او ستونزو ته لا جدي پاملرنه وکړي او د خپلو ټولو امکاناتو نه په ګټې اخیستنې سره د اداري فساد، جنايي جرمونو، ترهګریزو پېښو د مخنیوي او له خلکو سره د پولیسو د سم او سالم چلند په موخه لازمې برنامي او کوټلي ګامونه پورته کړي او د خلکو امنیتي ننګونو ته دې ځواب ویوونکي اوسي.
دغه راز ستاسې سالم مدیریت او جدي تصمیم کولای شي چې د خلکو امنیتي ستونزو ته په وخت سره ځواب ووایي او خپلو امنیتي ننګونو ته مو پام ورواړوي او هېوادوال مو په یو ډاډمن چاپیریال کې خوندي ژوند وکړي.
وروسته د کابل امنیه قوماندان لوی پاسوال سید محمد روشندل د کابل امنیتي پلان او د روټيشن برنامې د تطبیق په اړه د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین ته مالومات ورکړل او ډاډ یې څرګند کړ چې د نويو امنیتي پلانونو له مخې به د کابل امنیت ته لا جدي پاملرنه وشي.
 


د مطلب کود: 202621

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/202621/د-کابل-ښار-امنیت-ساتنې-په-برخه-کې-ځانګړي-تدابیر-نیول-شوي

آوا
  https://www.avapress.com