دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۴ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۲۵
د مطلب کود : 202622
د پاکستان حکومت قاتلانو ته د سزا غوښتنه وشوه
پښتون ژغورنې غورځنګ، مدني فعالان او د ارمان لوڼي کورنۍ غوښتنه کوي، حکومت دې هغو کسانو ته سزا ورکړي چې پرې د ارمان لوڼي د وژلو تور دی. دا غوښتنه د ارمان لوڼي د لومړي تلین د لمانځلو پر مهال په کوټه، خوست، پېښور او نورو سیمو کې د جلسو، غونډو او لاریونونو پر مهال شوې ده. په کوټه پریس کلب کې لسګونو کسانو په دې اړه جوړې شوې غونډې کې برخه واخېسته. په غونډه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ځینو مشرانو هم ګډون وکړ.

غونډې ته د وینا پر مهال ځینو ویناوالو د پاکستان پر حکومت نیوکه وکړه چې د یو کال وخت تېرېدو باوجود یې هم د ارمان لوڼي د مبینه وژنې تر شا لاس لرونکي کسان یې نیولي نه دي.
وړانګه لوڼۍ وايي حکومت د ارمان په کیس کې د انصاف نه کار نه دی اخېستی.
پخپله د ارمان لوڼي خور وړانګې لوڼۍ هم وايي چې انصاف ورسره نه دی شوی، د اېف ای ار باوجود د پولیسو د کوم افسر خلاف چې هغوی پرچه کټ کړې وه، هغه لا هم نه نیول شوی او نه هم له کاره لرې کړل شوی دی.
وړانګه وايي: “موږ چې په چا باندې تور لګاوه، په هغه باندې د قتل دفع هم ولګېده، اېف ای ار هم وشو خو هغه اوس هم په خپلې نوکرۍ دی، دومره شوه چې له بورۍ یې د هغه ډیوټي بدله کړه، اوس په کوټه کې دی.”
پروفیسر ابراهیم ارمان لوڼی د ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ میاشې په دویمه نېټه د بلوچستان په لورلايي کې وفات شوی وو. پي ټي اېم او د ارمان کورنۍ وايي، هغه د پولیسو د تشدد په وجه وژل شوی و، خو حکومت بیا دا دریځ لري چې پر نوموړي د زړه حمله راغلې وه.د کوټې ترڅنګ د بلوچستان په ژوب، کلاسیف الله، موسی خېل، دوکۍ، شېراني او ځینو نورو سیمو کې هم جلسې شوې دي.
بل پلو د خیبر پښتونخوا په پېښور، ټانک، لنډي کوتل او ځینو نورو سیمو کې هم غونډې وشوې.
په پېښور کې هم د ارمان لوڼي تلین ولمانځل شو.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ علي وزیر د ټانک په غونډه کې شرکت کړی او هلته یې ولس ته وینا کړې ده. نوموړي د ارمان لوڼي پر مبارزه رڼا اچولې ده او هم یې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین د نیول کېدو غندنه کړې ده.
د غورځنګ نورو مخکښانو محسن داوړ، ثنا اعجاز او ځینو نورو مشرانو بیا د پېښور په غونډه کې ګډون کړی دی.
د په خوست ولایت کې هم د ارمان لوڼي د تلین په مناسبت لاریون وشو. هلته هم خلکو د پاکستان پر حکومت نیوکه وکړه چې د ارمان لوڼي د مبینه قتل تر شا لاس لرونکو کسانو ته یې سزا نه ده ورکړې.
د لاریون یو ګډونال خالدالرحمان منصور مشال راډیو ته وویل:
“د ارمان لوڼې د وژنې لومړی تلین لمانځل کیږي، خو د هغه په کېس کې کوم پرمختګ نه کیږي، د هغه د پيښې پر شاهدانو او ګواهانو تشدد کیږي، موږ له نړیوالو سازمانونو جدي غوښتنه کوو، چې د مشر منظور پښتین په نیولو پښتون قوم ډېر په غصه کې دی، له هغو مو غوښتنه داده چې د افغانانو او پښتنو غږ ته دې پدې مظلومیت کې جدي پام وکړي.”
هلته د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې لسګونه کسان د باچا خان پر مزار د ارمان لوڼي د تلین په مناسبت ټول شوي وو.
د غونډې ویناوالو له نړیوالو حقوقي ادارو څخه غوښتنه وکړه چې په پښتون ژغورنې غورځنګ په غړو د تشدد او د هغوی د زنداني کولو مخه دې ونیسي.
مدني فعال تمیم اسحاقزي په خپله وینا کې ارمان لوڼي د پښتنو د ارمانونو قرباني وګاڼه: “هغه ځوان چې د خپل قام د حقونو لپاره يې په مدني شکل غږ پورته کړی وو، جابر حکومت د هغه غږ د تل لپاره خاموشه کړ. په کوزه پښتونخوا کې د لوڼي په شان په سلګونه او زرګونه اوازونه خاموشه کړی شوي دي او تل يې له پښتنو سره له تشدد، جبر او ظلم څخه کار اخیستی دی.”
ارمان لوڼي په غربت کې نړۍ ته سترګې غړولې وې، په خپل همت یې لوړې زده کړې کړې وې او د کالج تر پروفیسرۍ یې ځان رسولی وو.
هغه شاعر وو، ادیب وو، مدني فعال وو، او د یوې نادارې کورنۍ سرپرستي هم ور پغاړه وه. وړانګه لوڼۍ وايي، ارمان درې لوڼې تر شا پرېښي، مینه د اوو، اوېستا د درو او هیله د څه باندې یو کال ده. د ارمان مور او پلار لا ژوندي دي. وړانګه وايي، د خپلې مور همت ته حیرانه ده چې څنګه یې دا لوی غم وزغملی شو؟
https://avapress.com/vdcj88e88uqeymz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته