د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې دافغان ځواکونو له لوري د ترسره شوو عملیاتو په پایله کې ۳۰ هغه کلي چې پخوا په کې طالب وسلوالو فعالیت کاوه په بشپړ ډول د دوی له شتون څخه پاک شول.
د یاد ولایت ځايي چارواکي وايي، چې د افغان ځواکونو په ترسره شووعملیاتو کې ۳تنه وسلوال طالبان وژل شوي او له دوی څخه ګڼ شمیر سپکې او درنې وسلې د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي. چارواکي زیاتوي، چې په یادو عملیاتو کې ملکي وګړو او افغان ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسیدلی.