دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۴ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۳۶
د مطلب کود : 202627
کندهار ـ تر زرو زيات د سوځېدنې پيښي ثبت سوي
سږکال د کندهار په میرویس حوزوي روغتون (چنایی شفاخانه ) کي د سوځېدني تر زر ډيرې پيښي ثبت سوي دي. په سوځیدولو کسانو کې ښځې، ماشومان او نارینه شامل دي. ۱۵ کسان په کې تلف شوی هم دي.
چارواکي او د روغتيايي چارو سره تړلي کسان وايي چي د سوځېدني اکثره پيښي په کندهارښار او ولسوالیو کي د خلکو د ناپامۍ له امله رامنځته سوي دي.  له دغو قربانيانو څخه يې يو هم د د کندهار د میرویس حوزوي روغتون د جراحۍ په عمومي وارډ کي ۳ کلن سوځېدلی کوچنی هلک دی چي سرته يې مور ناسته ده. د دغه ماشوم هلک چیغو وارډ پر سراخیستی دی. مور يې د خپل زوی نوم محمدعثمان راښيي.
د سوځل سوي ماشوم موروايي چي د ځان تودولو پر بخارۍ يې اوبه باندې کړې وې او دا د کور په نورو کارونو پسې له خوني راوتلې وه، چي ناببره يې د زوی لویه چغه سوه. هغه زياتوي: « په ځغاسته خوني ته ور غلم، که ګورم هلک پرځان د جوش اوبو ډک چایبر راچپه کړی دی. دا دی نن يې څلورمه شپه ده، دلته مو بستر کړی دی. له ځیګره بیا ترپښو پوري داسي سوځلی دی، چي اوله ورځ يې ګرسره غوښي توییدلې.»
 
https://avapress.com/vdceww8wfjh87pi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته