کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

«د چين په ووهان ښار کې ميشت افغانان افغانستان ته راوستل کيږي»

14 دلو 1398 ساعت 12:12

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې يوه الوتکه او روغتيايي ډله يې چمتو کړې تر څو چين ته ولاړه او ۴۱ افغان محصلين د هغو له کورنيو سره افغانستان ته انتقال کړي. خو په دې کار کې عجله به د افغانستان له پاره خطرناکه هم وي.


د افغانستان د عامې روغتيا وزارت خبر ورکړ چې يوه الوتکه او يوه روغتيايي ډله يې دې ته چمتو کړې تر څو د چين ووهان ښار ته ولاړه او هلته ميشت افغان محصلين او د هغوی کورنۍ افغانستان ته انتقال کړي.
د عامې روغتيا وزير فيروزالدين فيروز په کابل کې يوې خبري ناسته کې وويل: «جمهوري رياست چارتر الوتکه چمتو کړې او زموږ روغتيايي ډله هم تیاره ده چې د چين ووهان ښار ته ولاړ شي او افغانان مستقیم افغانستان ته انتقال کړي.» هغه زیاته کړه، کوم کسان چې د چين له ووهان ښار څخه افغانستان ته راوستل کيږي، ۱۴ ورځې به په هوايي ډګر کې قرنطين وي.
خو فیروز د دغو چمتوالي تر څنګ دا هم وويل چې د چين له ووهان څخه افغانستان ته د افغانانو انتقال بايد په افغانستان کې د روغتیا د نړیوال سازمان د نمايندګۍ د سپارښتونو مطابق تر سره شي او په دې برخه کې به هر ډول عاجل تصمیم خطرناک وي.
هغه په دې اړه داسې وويل: «بايد چټک او احساساتي تصميم ونه نيسو، ځکه امکان لري د دغو ۴۱ تنو محصلانو او د هغو د کورنيو په انتقال سره، موږ د افغانستان ټول نفوس پر دغې ناروغۍ د مبتلا کيدو له خطر سره مخ کړو.»
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د کرونا ويروس د خپريدو د مخنيوي په موخه، د روغتيا نړیوال سازمان په مرسته، د افغانستان په هواي ډګرونو او یو شمیر بندرونو کې روغتيايي ټيمونه پر دندو ګمارلي دي.
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې تر اوسه له چين څخه ۲۶۲ تنه افغانستان ته داخل شوي چې په دوی کې ۲۲۳ تنه یې افغانان او پاتې نور يې بهرني اتباع دي. دغه کسان په خپلو کورنو کې قرنطين او د روغتيايي ټيمونو له خوا تر مراقبت لاندې دي.
دغه وزارت زیاتوي، له هغه وخته چې د چین په ووهان ښار کې د لومړي ځل له پاره د کرونا ويروس خپور شوی، له دغه ښاره یو افغان چې د کندهار ولایت اوسيدونکی دی، افغانستان ته راغلی، خو هغه د کرونا ویروس پر ناروغۍ اخته نه دی.
د افغانستان د عامې روغتیا وزير وايي که څه هم د کرونا ويروس سرعت د نورو ويروسونو په پرتله څو ساعته چټک دی او ژر لیږدول کیږي، خو د دغې ناروغۍ تلفات ډير نه دي. د کرونا ويروس له څه باندې دوو اونيو راهیسې په چين کې خپور شوی چې تر اوسه يې له ۳۰۰ ډير کسان وژلي دي. په ټوله نړۍ کې پر دغه ويروس څه باندې ۱۴۰۰۰ کسان ککړ شوي او دغه شميرې د تغيير په حال کې وي. یاد ويروس اوس د چین له سرحدونو هم اوښتی او له ۲۰ ډيرو هیوادونو ته رسيدلی دی. د روغتیا نړيوال سازمان بیړنی حالت اعلان کړی دی.


د مطلب کود: 202628

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/202628/د-چين-په-ووهان-ښار-کې-ميشت-افغانان-افغانستان-ته-راوستل-کيږي

آوا
  https://www.avapress.com