د حکم په نوم دغه پاڼه کې راغلي چې د ملي یووالي د حکومت هوکړې ته په پام د باندنیو چارو وزارت ته امر کېږي چې په دې حساسو شرایطو کې دې د اصلاحاتو په نوم په مرکز او باندنیو څانګو کې ګمارنې نه کوي.
عبدالله عبدالله خپل دفتر او د وزیرانو شورا دارالانشا ته هم امر کړی چې په دغه وزارت دې څارنه وکړي او د هر ډول مقرریو مخنیوی دې یې وشي.
دا په داسې حال کې ده چې د عبدالله عبدالله ټیم په دې وروستیو کې له ارګ سره په دې هم جنجال پیل کړی چې هارون چخانسوري یې ولې سیاسي معین او سرپرست وزیر ټاکلی دی؟
سپيدار ماڼۍ وايي، ډیر ژر به د باندنیو چارو وزارت ته خپل کس معرفي کړي او په دې اړه د ولسمشر لخوا د ټاکلي کس مقرري نه مني.
دا په داسې حال کې ده چې پر اجرائیه ریاست تورونه دي چې تل یې د حکومت لخوا د اصلاحاتو د راپیل کړې لړۍ د خپلو اشخاصو د برطرفۍ له کبله له ستونزو سره مخ کړې ده.