کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

خلیلزاد: د جګړې د ختمولو لپاره باید یوه سیاسي معامله وشي

14 دلو 1398 ساعت 12:37

زلمي خلیلزاد په کابل کې له دوه ورځنیو لیدنو کتنو وروسته یو وار بیا له طالبانو سره خبرو لپاره د جامع مذاکراتي ټیم په تشکیل ټینګار کړی او له کابله تللی دی.
د امریکا سفارت د خلیلزاد د لیدنو کتنو په اړه یوه اعلامیه کې ویلي، خلیلزاد په دې باور دی چې افغانا باید د یو ټول شموله پلاوي په جوړولو له طالبانو سره خبرو اترو ته چمتووالی ونیسي.



 د امریکا سفارت وایي، خلیلیزاد له ولسمشر غني، اجرائیه رئيس او نورو سیاستوالو سره د افغان جګړې د ختمولو لپاره په یوه سیاسي معامله ټینګار کړی دی.
 خلیلزاد ویلي، چې د طالبانو سره د تاوتریخوالي د راکمولو هوکړې د افغانستان ثبات او بین الافغاني خبرو ته لاره خلاصه کړې ده.
 بلخوا د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، یو ټول شموله پلاوی یې پنځه میاشتې پخوا جوړ کړی دی او له ټولو لوریو سره پرې مشوره شوې ده.
  دغه وزارت وايي، پلاوی ځکه نه افشا کوي چې  تیرو تجربو ته په پام د پلاوي اعلان مخکې له مذاکراتو ګټه نه ده کړې.
 


د مطلب کود: 202644

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/202644/خلیلزاد-د-جګړې-ختمولو-لپاره-باید-یوه-سیاسي-معامله-وشي

آوا
  https://www.avapress.com