دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۴ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۳۷
د مطلب کود : 202644
زلمي خلیلزاد په کابل کې له دوه ورځنیو لیدنو کتنو وروسته یو وار بیا له طالبانو سره خبرو لپاره د جامع مذاکراتي ټیم په تشکیل ټینګار کړی او له کابله تللی دی. د امریکا سفارت د خلیلزاد د لیدنو کتنو په اړه یوه اعلامیه کې ویلي، خلیلزاد په دې باور دی چې افغانا باید د یو ټول شموله پلاوي په جوړولو له طالبانو سره خبرو اترو ته چمتووالی ونیسي.

 د امریکا سفارت وایي، خلیلیزاد له ولسمشر غني، اجرائیه رئيس او نورو سیاستوالو سره د افغان جګړې د ختمولو لپاره په یوه سیاسي معامله ټینګار کړی دی.
 خلیلزاد ویلي، چې د طالبانو سره د تاوتریخوالي د راکمولو هوکړې د افغانستان ثبات او بین الافغاني خبرو ته لاره خلاصه کړې ده.
 بلخوا د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، یو ټول شموله پلاوی یې پنځه میاشتې پخوا جوړ کړی دی او له ټولو لوریو سره پرې مشوره شوې ده.
  دغه وزارت وايي، پلاوی ځکه نه افشا کوي چې  تیرو تجربو ته په پام د پلاوي اعلان مخکې له مذاکراتو ګټه نه ده کړې.
 
https://avapress.com/vdcdox0xoyt0z96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته