کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ارګ: د تیمور په هکله د ولسمشر خبرې قصدي نه وې

14 دلو 1398 ساعت 13:07

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د یو شمېر ترک توکمو او د عبدالرشید دوستم په مشرۍ د جنبش اسلامي ګوند د اعتراض په غبرګون کې وايي، ولسمشر غني چې د امیر تیمور په اړه څه ویلي، نه قصدي عمل و او نه دغه شخصیت ته د سپکاوي لپاره وې.


د ارګ خبرپاڼه کې راغلي، ټولو اوزبک هېوادوالو ته ډاډ ور کول کېږي چې افغان ولسمشر د نورو ټولو درنو قومونو ترڅنګ د ازبکانو کلتور او تاریخ ته هم درناوی لري.
د ولسمشرۍ ماڼۍ دا غبرګون له هغه وروسته دی چې د افغانستان یو شمېر ترک توکمو او د عبدالرشید دوستم په مشرۍ د جنبش اسلامي ګوند د امیر تیمور ګورکاني په اړه د ولسمشر محمد اشرف غني وروستۍ څرګندونې سپکاوی ګڼلی دی.
 


د مطلب کود: 202647

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/202647/ارګ-د-تیمور-په-هکله-ولسمشر-خبرې-قصدي-نه-وې

آوا
  https://www.avapress.com