دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۴ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۴۹
د مطلب کود : 202650
مخابراتي شبکې یو جي بي انټرنټ په ۹ افغانۍ اخلي په ۲۵۰ یې خرڅوي
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر محمد فهیم هاشمي وايي، د مخابراتو وزارت په انټرنېټي شبکو او مخابراتي شرکتونو یو جي بي انټرنېټ په ۹ افغانۍ پلوري؛ خو دغه شرکتونه خپلو پېرېدونکو ته یو جي بي انټرنېټ په ۲۵۰ افغانۍ ورکوي.

دی وايي، مخابراتي شرکتونه باید په دې اړه وضاحت ورکړي، چې ولې انټرنېټ په دومره لوړه بیه پلوري.
د هاشمي په خبره، په دې اړه یې د اترا ادارې له تخنیکي مرستیال نقیب الله سېلاب، افغان ټلېکام او نورو مخابراتي شرکتونو سره پرله‌پسې ناستې کړي او د انټرنېټ د بیو د کمولو یې ویلي دي: « موږ چمتو یو چې یو وار بیا د انټرنېټ په عمده بیو کې دېرش سلنه کموالی راولو، خو اړینه ده چې ټول مخابراتي شرکتونه دا ځل د انټرنېټ بیو په راکمولو او کیفیت لوړولو کې خپله ژمنتیا ثابته کړي.»
د مخابراتو وزارت له تېرو څو میاشتو راهیسې ژمنه کوي، چې د انټرنېټ بیې به راکمې کړي؛ خو تراوسه مخابراتي شرکتونه په خپلو پېرېدونکو په لوړه بیه انټرنېټ پلوري.
اوس‌مهال یوازې سلام مخابراتي شبکه ۱۰جي بي انټرېټ په ۵۱۸افغانۍ پلوري؛ خو د نورو شرکتونو بیې له زرو افغانیو پورته دي.
 
https://avapress.com/vdcamunuw49nwi1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته