د افغانستان اجرایه رییس عبدالله عبدالله د یوه فرمان په صادرولو سره ویلي چې په بهرنیو چارو وزارت کې د "د سمون یا اصلاحاتو چټک اجراات" دې ودریږي.
عبدالله بهرنیو چارو وزارت کې د 'اصلاحاتو' د ځنډېدو غوښتنه وکړه
14 دلو 1398 ساعت 14:11
د افغانستان اجرایه رییس عبدالله عبدالله د یوه فرمان په صادرولو سره ویلي چې په بهرنیو چارو وزارت کې د "د سمون یا اصلاحاتو چټک اجراات" دې ودریږي.
په هغه فرمان کې چې د سلواغې په ۱۳مه نېټه خپور شوی راغلي چې د ملي یووالي د حکومت هوکړې او د ملي او نړېوالو ګټو د خوندیتوب لپاره دې "په دې حساس وخت او د ټاکنیزو پایلو د اعلانېدو درشل کې" باید بهرنیو چارو وزارت په مرکز او سیاسي استازولیو کې له اقداماتو ډډه وکړي.
د مطلب کود: 202651