دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۴ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۲۰:۳۲
د مطلب کود : 202677
په بهرنیو چارو وزارت کې اصلاحات د ولسمشر له لومړیتوبونو څخه دي- ارگ
ولسمشرۍ ماڼۍ د اجرائیه مشر داکتر عبدالله د تازه فرمان په غبرګون کې ویلي، چې په بهرنیو چارو وزارت کې اصلاحات اړین او د ولسمشر اشرف غني له لومړیتوبونو څخه دي.

ارګ دا څرګندونې د اجرائيه مشر داکتر عبدالله عبدالله د تېرې ورځې د حکم په غبرګون کې کړي، چې په بهرنیو چارو وزارت کې دې د ده پر ټکو باید بیړني اصلاحات و درول شي.
داسې بریښي، چې له بهرنیو چارو وزارت څخه د صلاح الدین رباني له ګوښه کیدو وروسته ارګ په دغه وزارت کې د اصلاحاتو لپاره د تېر پر پرتله ډېر لاسرسی موندلی.
ولسمشر اشرف غني په بهرنیو چارو وزارت کې د اصلاحاتو طرحه په داسې وخت کې وړاندې کړه، چې دغه وزارت په ملي وحدت حکومت کې د اجرائي مشر رسیدلی و.
د ارګ او سپیدار ماڼۍ تر منځ ناندرې هغه وخت ډېرې شوې، چې هارون چخانسوري د ولسمشر لخوا د بهرنیو چار وزارت د سرپرست په توګه وټاکل شو.
د حکومت اجرائيه مشر تازه په یوه حکم کې د بهرنیو چارو له وزارت څخه غوښتي، چې د اصلاحاتو په نوم په وزارت او ديپلوماتیکو استازولیو کې له بېړنیو اصلاحاتو څخه ډډه وکړي.
اجرائيه ریاست ان دا ټینګار هم کړط، چې که اړتیا شوه د بهرنیو چارو وزارت لپاره به نوی وزیر معرفي کړي.
د اجرائيه ریاست ویاند مجیب رحمان رحیمي ویلي؛ اجرائیه ریاست د خپلې ونډې له مخې د څو وزارتونو او ولایتونو لپاره د نویو وزیرانو او والیانو د معرفي کولو لپاره سلا مشورې پیل کړي دي. که اړتیا شوه ان د بهرنیو چارو وزارت د چارسمبالي په اړه به هم پرېکړه وکړي.
د ثبات او همپالنې ډلې لومړی مرستیال عنایت الله بابر فرهمند ویلي؛ د ملي وحدت حکومت د دواړو مشرانو تر منځ پنځوس پنځوس وېشل شوی و؛ خو اوس د دې ریاست ۲۰ سلنه برخه هم پاتې نده.   
د بهرنیو چارو وزارت د پیل شویو اصلاحاتو په لړ کې له یو شمېر دیپلوماتیکو استازولیو څخه ځينې کسان، چې له اجرائيه ریاست سره تړلي؛ کابل ته راغوښتي او یو شمېر یې ګوښه کړي دي.
ارګ په ډاګه کړې؛ ولسمشر د قانون له مخې واک لري، چې په دندو کسان وګوماري او یا یې لیرې کړي او یا د اړتیا پر وخت خپله دنده روانه وساتي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcja8e8auqeymz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته