کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پيړۍ معامله سره اسلامی همکاری سازمان مخالفت

14 دلو 1398 ساعت 21:40

اسلامی همکاری سازمان خپل ننۍ ناسته کې چی د خارجه وزیرانو په سطحه ترسره شوی وو، د پیړۍ معامله سره مخالفت وښود.
 



 
 
د رای الیوم څخه په نقل سره، خارجه وزارت فلسطین خودګردان تشکیلات اعلان کړ چی اسلامی همکاری سازمان ننۍ فوق العاده ناسته کې د خارجه وزیرانو په سطحه د عربستان په جده کې، د پيړۍ معامله سره مخالفت کړی دی.
 
ریاض المالکی د فلسطین خودګردان تشکیلاتو خارجه وزیر بیان کړ چی اسلامی همکاری سازمان خپل ننۍ ناسته کې د آمریکایی-اسرائیلی معامله سره په ټولییز توګه مخالفت ښودلی دی.
 
له بل لوری د المیادین شبکه ریپورت ورکړي چی اسلامی همکاری سازمان په یو بیانیه کې خپل مخالقت د ترامپ سولې طرحی سره اعلان کړی دی.
 
یادولو وړ دی چی نن عربستان جده ښار کې د اسلامی همکاری سازمان فوق العاده ناسته د خارجه وزیرانو په سطحه د پیړۍ معامله په اړوند ترسره شو.
 
د افغانستان خارجه وزارت سرپرست هم په دی ناسته کې حضور درلود.
 


د مطلب کود: 202680

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/202680/د-پيړۍ-معامله-سره-اسلامی-همکاری-سازمان-مخالفت

آوا
  https://www.avapress.com