کندهار والي حيات الله حيات له معمول سره سم د دوشنبي په ورځ په ولایت مقام کي د سلګونه ښځینه او نارینه مراجعینو ستونزي د حل په موخه واورېدې او د هغوی عرایض یې د اجرا په موخه اړوندو ادارو ته راجع کړل.
په لیدنه کي کي ستونزو او عرایضو ته د ژر رسیدهګي په موخه د عدلیې، مهاجرینو، طبیعي پېښو پر وړاندي مبارزي رئیسانو، د ولایت مقام مشاورینو، د امنیه قومندانۍ، ملي امنیت، ولایتي شورا او یو شمېر نورو ادارو استازو هم ګډون کړی وو.
راغلو مراجعینو خپلي حقوقي، امنیتي، روغتیايي، تعلیمي، ټولنیزي او اقتصادي ستونزي شریکي او له کندهار والي یې د حل غوښتنه وکړه.
کندهار والي حیات الله حیات په خپلو خبرو کي له ولسونو مننه وکړه، چي خپلي ستونزي په مخامخ ډول ولایتي ادارې سره شریکوي او ډاډ یې ورکړ، چي ټولي ستونزي به یې د قانون مطابق حل او د اصولو له مخي به یې قانوني غوښتنو ته رسیدهګي وسي.
ښاغلي حیات مسؤلین د ولس خدمتګاران یاد کړل او ډاډ یې وښود، چي د ولایتي ادارې او ولس ترمنځ د همکاري او همغږي په موخه د ولایت مقام دروازه تل د ولسونو پر مخ خلاصه ده او همدارنکه یې د یو شمیر مراجعینو سره د خوراکي توکو مرسته هم وکړه.
کندهار والي دغه راز له ولسونو وغوښتل، چي د بېړنیو پېښو پر مهال د شکایاتو اورېدو مرکز (۲۱۰) شمېرې سره اړیکه ونیسي، څو ستونزو ته د ژر رسېدو ترڅنګ د ولایتي ادارې او ولس ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لامل سي.