کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ژړۍ ولسوالي قومي مشرانوکندهاروالي سره وکتل

15 دلو 1398 ساعت 12:35

د ژړۍ ولسوالي یو شمېرقومي مشرانو ولایت مقام کي کندهاروالي حیات الله حیات سره وکتل.
په لیدنه کي راغلو مشرانو د ځمکي پر سر د رامنځته سوې لانجي ترڅنګ د روغتیا، پوهني، بیارغوني او ټولنیزو مسایلو اړوند ستونزي شریکي او د حل غوښتنه یې وکړه.
کندهار والي حیات الله حیات راغلو مشرانو ته ښه راغلاست ووایه او مننه یې وکړه، چي ولایتي ادارې سره خپلي ستونزي شریکوي.


ښاغلي حیات یادونه وکړه، د شخصي او دولتي ځمکو د غصب د مخنیوي او ملکیتونو د تثبیت اړوند یې ولسوالیو ته رسمي مکتوبونه لېږلي او د عامه پوهاوي په موخه په راډیو او تلویزیون کي اعلانونه هم سوي دي، څو د دولتي او شخصي ځمکو د غصب مخه ونیول سي.
ښاغلي حیات ولسونو ته په ټینګار سره وویل، د ځمکي اخیستو پر مهال شرعي قباله او اړوند اسناد په کره او دقیقه توګه وګوري، څو په راتلونکي کي ورته لانجي رامنځته نه سي.
کندهار والي راغلو مشرانو ته ډاډ ورکړ، چي د ستونزو د قانوني حل په موخه به سیمې ته هیئت ولیږي، څو ځمکه تثبیت او اصولي پریکړې ته لاره هواره سي.
 


د مطلب کود: 202682

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/202682/د-ژړۍ-ولسوالي-قومي-مشرانوکندهاروالي-سره-وکتل

آوا
  https://www.avapress.com