دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۵۵
د مطلب کود : 202684
لسګونه علماوو کندهارکي ديوې ناستي پرمهال د فساد پرضد د جدي مبارزې غوښتنه وکړه
غونډه، د حج او اوقافو په رياست کي جوړه سوې وه، پرمهال يې ديني علماوو د فساد پر ضد روانه مبارزه پڅه وبلل او د نورو مساجدو او مدارسو له علماوو يې غوښتنه وکړه، چي د اداري فساد په وړاندي د رواني مبارزې کلک ملاتړ وکړي. دلته راټول سوي علما وايي، چي په اسلام کي فساد او رشوت ورکول او اخيستل دواړه په مطلق ډول منع دي او عاملينو ته يې د سختي سزا غوښتنه سوې ده. دوئ د خپلو خبرو پرمهال وویل، چي د فساد په وړاندي مبارزه د ټولو دنده او په خاص ډول بايد د مساجدو او مدارسو علما د فساد په وړاندي د رواني مبارزې ملاتړ وکړي او دفساد ضد ږغ پورته کړي.

د کندهار دحج او اوقافو رئیس قاضي محمد عمر اخندزاده وايي، چي رياست يې غواړي دديني علماو په مرسته د فساد ضد ږغ پورته کړي او له دې لاري د علماو ترمنځ يوه اجماع رامنځته کړي.
هغه وویل، چي اداري فساد ټولنه له ستونزو سره مخ کړې او بايد په وړاندي يې د ټولني هر قشر مبارزه وکړي.
بايد وویل سي، چي تردې مخکي د لته کندهار کي ګڼ شمېر علماو، قومي مشرانو او ځوانانو د فساد په وړاندي د رواني مبارزې په ملاتړ ږغ پورته کړی.
 
https://avapress.com/vdch6inik23nv-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته