کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

لسګونه علماوو کندهارکي ديوې ناستي پرمهال د فساد پرضد د جدي مبارزې غوښتنه وکړه

15 دلو 1398 ساعت 11:55

غونډه، د حج او اوقافو په رياست کي جوړه سوې وه، پرمهال يې ديني علماوو د فساد پر ضد روانه مبارزه پڅه وبلل او د نورو مساجدو او مدارسو له علماوو يې غوښتنه وکړه، چي د اداري فساد په وړاندي د رواني مبارزې کلک ملاتړ وکړي.

دلته راټول سوي علما وايي، چي په اسلام کي فساد او رشوت ورکول او اخيستل دواړه په مطلق ډول منع دي او عاملينو ته يې د سختي سزا غوښتنه سوې ده.

دوئ د خپلو خبرو پرمهال وویل، چي د فساد په وړاندي مبارزه د ټولو دنده او په خاص ډول بايد د مساجدو او مدارسو علما د فساد په وړاندي د رواني مبارزې ملاتړ وکړي او دفساد ضد ږغ پورته کړي.



د کندهار دحج او اوقافو رئیس قاضي محمد عمر اخندزاده وايي، چي رياست يې غواړي دديني علماو په مرسته د فساد ضد ږغ پورته کړي او له دې لاري د علماو ترمنځ يوه اجماع رامنځته کړي.
هغه وویل، چي اداري فساد ټولنه له ستونزو سره مخ کړې او بايد په وړاندي يې د ټولني هر قشر مبارزه وکړي.
بايد وویل سي، چي تردې مخکي د لته کندهار کي ګڼ شمېر علماو، قومي مشرانو او ځوانانو د فساد په وړاندي د رواني مبارزې په ملاتړ ږغ پورته کړی.
 


د مطلب کود: 202684

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/202684/لسګونه-علماوو-کندهارکي-ديوې-ناستي-پرمهال-د-فساد-پرضد-جدي-مبارزې-غوښتنه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com