د امریکا د استازو مجلس د ټرمپ داستیضاح پرېکړه کړې ده چې تر دې وروسته به د امریکا سنا د هغه د محاکمې او استیضاح مراحل مخ ته وړي.
په دې توګه نو ټرمپ د امریکا درېیم ولسمشر دی چې د سنا له لوري استیضاح کېږي.
د امریکا سنا سل غړي لري که اکثریت یې د ټرمپ مخالفت وکړي، نو دی به له دندې ګوښه کېږي.
نانسي وایي ټرمپ له واک د خپلو شخصي ګټو لپاره استفاده کړې ده، پر ځینو هېوادونو یې د شخصي مسایلو لپاره سیاسي فشارونه راوستي دي او دغه راز یې د کنګرې واکونه محدود کړي او صلاحیتونو ته یې درناوی نه دی کړی.
خو ټرمپ دا هر څه یوه سیاسي دسیسه بولي او له سنا غواړي چې دغه قضیه کم ارزښت او بېځایه وبولي.