خوښ ديک ۰

سرپل کې ۱۱ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د سرپل او د جوزجان پر لویه لار د افغان ځانګرو ځواکونو په تازه عملیاتو کې د دوو مهمو مشرانو په یې ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه خپره شوي اعلامیه کې ویلي، چې افغان امنیتي ځواکونو تېر شپه د سرپيل تخته کلي کې د وسله والو پر یو مرکز برید تر سره کړی دی.
چارواکو په خبره،په ترسره شویو عملیاتو کې د وسله والو طالبانو دوه مهم مشران عبدالخق مشهور په جعفر او بل عبیده له خپلو نهو ملګرو سره وژل شوي دي.
په یادو عملیاتو کې امنیتي ځواکونو په بشپړه توګه د یاد مرکز له منځه وړي او زیات شمېر وسلې او نطامي تحهیزات د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
سی شنبه ۱۵ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۳۸
د مطلب کود: 202725 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *