۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه خپره شوي اعلامیه کې ویلي، چې افغان امنیتي ځواکونو تېر شپه د سرپيل تخته کلي کې د وسله والو پر یو مرکز برید تر سره کړی دی.
چارواکو په خبره،په ترسره شویو عملیاتو کې د وسله والو طالبانو دوه مهم مشران عبدالخق مشهور په جعفر او بل عبیده له خپلو نهو ملګرو سره وژل شوي دي.
په یادو عملیاتو کې امنیتي ځواکونو په بشپړه توګه د یاد مرکز له منځه وړي او زیات شمېر وسلې او نطامي تحهیزات د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.