دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۴۱
د مطلب کود : 202726
په طالبانو باور نه دی په کار، ځکه دوی جمهوریت نه غواړي
امریکايي جنرال جک کین د هریټیج بنسټ یوې غونډې ته په وینا کې ویلي، د طالبانو د سخت دریځۍ او دغې ډلې سره د سولې خبرو کې د لیوالتیا له کمېدو سره دا ضروري ده چې امریکا په افغانستان کې پاتې شي. جنرال کین ویلي، امریکا په ۱۸ کلونو کې د القاعده د بریدونو د مخنیوي برخه کې پرمختګ کړی دی خو اوس که پوځیان باسي ډیرې منفي پایلې به ولري. جنرال کین وايي، طالبان به د انتخاباتو په صورت کې په افغانستان کې یوه ولسوالي هم ونه ګټلی شي، ځکه د ده په وینا خلک د دغې ډلې تسلط بیا نه غواړي: (( هغوی په دې یقیني دي چې که طالبان واکمن شي، بیا به ظلمونه پيل شي او ماشومان به یې له زده کړو پاتې شي.))

جنرال کین چې د پوځ مرستیال لوی درستیز پاتې شوی دی اوس د امریکا د دفاعي کمېسیون غړی او د جګړې د مطالعاتو د انسټیټوټ مشر دی، وايي، له ولسمشر غني سره یې څه موده وړاندې خبرې وکړې او د هغه حکومت د تېر حکومت په پرتله مختلف دی.
نوموړی وايي، پخواني افغان حکومت امریکا ته تل درواغ ویلي دی: (( ولسمشر غني ته مې وویل، تاسې باید ثابته کړئ چې د پخواني حکومت څخه مختلف یاست، مګر زه باور لرم چې طالبان امریکا ته د وتلو لپاره هر ډول وعدې ورکوي تر دې چې اوربند هم کوي، خو نیت یې ښه نه دی.))
نوموړی وايي، طالبان غواړي د امریکايي ځواکونو په وتلو خپله فتح اعلان کړي او د اسلامي امارت د بیا احیا کولو جواز ترلاسه کړي، ځکه د جنرال کین په وینا طالبان باوري دي چې امریکا سره تر سولې وروسته دوی افغان حکومت راچپه کولی شي: (( طالبان جمهوریت نه غواړي، دا وخت پر طالبانو د باور وخت نه دی.))
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې په هوکړه کې د بې باورۍ خبره ډېره ښکته پورته کېږي.
څه موده وړاندې د طالبانو پلوي سیاستوال حضرت عمر زاخیلوال هم ویلي وو چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه بې باورۍ ځنډولې ده.
 
https://avapress.com/vdceww8wpjh87fi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته