دوی ته د افغانانو سوله ایز ژوند ارزښت نلري صرف د خپلو بادارانو او پردیو استخباراتي شبکو اوامرو منلو ته په پټو سترګو تیار ناست وي او د ملکیانو د مرګ ژوبلې لړۍ لا پسې غځوي.
د سولې په اړه د افغان حکومت درېځ نرم او ښکاره دی چې د اوربند عملي کول او سولې ته تیاری یې د عملي بېلګو په توګه یادولی سو.
خو ولي طالبان د اوربند له ټینګښت وېره لري او چمتو نه دي چې اوربند اعلان کړي سره لدې چې اوربند د سولې د رامنځ ته تګ لپاره یو اړین شرط دئ
د دې تر څنګ د افغانانو او نړیوالې ټولنې پر ځای غوښتنه ده چې باید د وسلوالو طالبانو مشران او رهبري کوونکي ورته غاړه کېږدي.
څو ورځې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې اېلس ويلز هم پر طالبانو ږغ وکړ چي د تاوتریخوالي کمولو او د اوربند عملي کولو په برخه کې جدي اقدامات وکړي. د دې په وینا افغانان د جګړو له لاسه ستړي سوي د جنګ په کمولو او د سولې د تامین غوښتونکي دي نو له همدې امله باید دغو مهمو غوښتنو ته اړین پام وسي.
د عامو افغانانو باور هم دا دی چې جګړه او تشدد د روانې کشالې حل لاره نه سي کیدای او پکار ده چي طالب مشران له ټولو مخکې ځانونه اوربند ته اماده کړي.
دوی زیاتوي په روانه جګړه کي تر ټولو زیات زیان ملکیانو ته اوړي چې تر ډېره دا تلفات د طالبانو په بریدونو،حملو او چاودنو کې عامو افغانانو ته اوښتي دي.
د سیاسي او پوځي چارو پوهان هم پدې نظر دي چې د طالبانو مشران په بهر کې ناست او ارام ژوند کوي خو جنګیالي یې شپه او ورځ په جګړو کې ښکېل او پریمانه تلفات ویني.
دوی د طالبانو په منځینیو او ټیټ پوړو چارواکو غږ کوي چې د خپلو بادارانو اوامر ونه مني او نور دې خپل ځانونه د سون توکو په څېر د اور خوراک نه ګرځوي.
په قطر کې د سولې روانې خبرې د اوسنۍ جګړې د ختمیدو لپاره موثره لاره او د اوربند ټینګښت د سولې د راتګ بهترینه نسخه ده.
نور وخت رارسېدلی،چي وسله وال طالبان د خپلو ميلیونر مشرانو له پاره جګړه ونه کړي، سوله وکړي او د خپلو هيوادوالو سره د هيواد په جوړېدو کي برخه واخلي.