دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۲۴
د مطلب کود : 202728
افغان حکومت سلګونه پاکستانۍ لارۍ په متقابل اقدام کې د تورخم په دروازه درولي
پاکستاني سوداګر وایي د افغان حکومت د تازه اقداماتو له امله یې سلګونه باروړونکي موټر به تورخم کې د جواز نه لرلو له کبله درول شوي دي. دغه سوداګر وایي افغان حکومت له پاکستاني موټرونو تازه د جوازونو او روډپاس غوښتنه کوي چې له دې امله سلګونه موټر په تورخم کې درول شوي دي او اجازه نه ورکول کیږي.

بلخوا د افغانستان لوري ته د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ د ګډې خونې چارواکو ویلي تر دې وړاندې پاکستاني حکومت له افغان سوداګرو او موټر چلوونکو د جواز غوښتنه کوله چې اوس افغان حکومت هم ورته اقدام کړی دی.
ددغه خونو چارواکي وايي افغان حکومت مخکې له مخکې پاکستاني موټرونو ته خبرداری ورکړی دی چې له جواز پرته افغانستان ته تګ راتګ نه شي کولی.
افغان حکومت داسې مهال په دغه اقدام لاس پورې کوي چې پاکستانی لوری له کلونو راهیسې افغان سوداګر په بېلو نومونو ځوروي او زیانونه ورته اړوي.
 
https://avapress.com/vdcgxx9x7ak9zu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته