د چين د ساختماني چارو درييم رياست د دريم شرکت مشر فانګ شيانګ وايي چي دغسي روغتون د عادی بهير له مخي د څه له پاسه ۳۰ زرو مربع مترو په پرخوالی ودانۍ لري او بايد لږ تر لږه په دوو کلونو کي جوړه سوې وای، خو د چین د حکومت د ځانګړي پاملرني له امله په ۸ ورځو کي جوړ کړه سو. د هغه په وینا، د ساري ناروغیو د درملني په موخه د روغتون جوړولو کار تر دې هم سخت دی او ډېر وخت ته اړتيا لري. هغه زیاته کړې، په هو شن شان روغتون کي نژدې دوه زره کوټې سته او په کي د سختو ناروغانو د درملني څانګي هم موجودي دي.
د چين د ملي بخښوونکي پوځ يو زر څلور سوه طبي کارکوونکي په دې روغتون کي د کورونا پر ويروس د اخته کسانو د درملنې په موخه دنده پيل کړې ده. په دغه روغتون کي په کورونا وایرس اخته لومړی کس هم د درملني په موخه بستر کړل سوی دی.