کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

چین کي ۱۰۰۰ بستریز روغتون پرانیستل سو

15 دلو 1398 ساعت 12:46

په وو هان ښار کي د هو شن شان په نوم نوی روغتون په رسمي توګه پرانيستل سو چي له ساري ناروغۍ سره په مبارزه کي به د نوي ميدان رول ولوبوي.


د چين د ساختماني چارو درييم رياست د دريم شرکت مشر فانګ شيانګ وايي چي دغسي روغتون د عادی بهير له مخي د څه له پاسه ۳۰ زرو مربع مترو په پرخوالی ودانۍ لري او بايد لږ تر لږه په دوو کلونو کي جوړه سوې وای، خو د چین د حکومت د ځانګړي پاملرني له امله په ۸ ورځو کي جوړ کړه سو. د هغه په وینا، د ساري ناروغیو د درملني په موخه د روغتون جوړولو کار تر دې هم سخت دی او ډېر وخت ته اړتيا لري. هغه زیاته کړې، په هو شن شان روغتون کي نژدې دوه زره کوټې سته او په کي د سختو ناروغانو د درملني څانګي هم موجودي دي.
د چين د ملي بخښوونکي پوځ يو زر څلور سوه طبي کارکوونکي په دې روغتون کي د کورونا پر ويروس د اخته کسانو د درملنې په موخه دنده پيل کړې ده. په دغه روغتون کي په کورونا وایرس اخته لومړی کس هم د درملني په موخه بستر کړل سوی دی.


د مطلب کود: 202729

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/202729/چین-کي-۱۰۰۰-بستریز-روغتون-پرانیستل-سو

آوا
  https://www.avapress.com