دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۵۱
د مطلب کود : 202733
ختيځ لبنیات: د ورځې ۴ نیم زره لیتره شیدې د پروسس لپاره راټولوي
ننګرهار کې د ختیځ لبنیاتو د فابریکې مسولین وایي، هره ورځ له مالدارانو ۴ نیم زره لیتره شیدې د پروسس په موخه را ټولیږي او دوی یې پروسس کوي
 په دې فابریکه یو میلیون او شپږ سوه زره امریکایي ډالر پانګونه شوې ده.
 مسولین یې وایي،هره ورځ د دې ولایت بهسودو،کامې،بټې کوټ او سره رود ولسوالیو کې له مالدارانو ۴ نیم زره لیتره شیدې را ټولوي او په بدل کې یې هغوی ته نغدي پيسې ورکوي .
 دوی وایي، په فابریکه کې یې په زیات شمیر خلکو ته کاري زمینه هم برابره کړې ده.
 مسؤلین زیاتوي، اوس مهال ورسره ۲۳ تنه کارکوونکي په مستقیم ډول کار کوي او په یوه کاري موده کې لس زره لیتره شیدې پروسس کوي.
 د دوی په خبره که ورته پاملرنه زیاته شي،د کارکوونکو په شمیر کې د زیاتوالې ترڅنګ به یې د پروسس ظرفیت هم لوړ شي.
 په ختیځ د لبنیاتو فابریکه کې شیدې،ماسته،شمړې،کوچ،سکریم او نور ګڼ توکې تر جوړیدو وروسته بازار ته وړاندې کیږي .
 د دې فابریکې جوړ شوي توکي په بازار کې ښه پيریدونکي هم لري او خلک یې له کیفیت نه خوښ دي.
 اخیستونکي یې وایي، په ډيرې خوښۍ یې ځکه ترلاسه کوي، چې پخوا له هیواده بهر به دا توکي دلته راتلل او دوی به اخیستل او اوس یې په داخل کې ترلاسه کولای شي.
 
دوی وایي خوښ دي، چې د ورځې په تیریدو یې هیواد د ځان بسیاینې پر لور روان دی او هره ورځ د بهرنیو توکو د مخنیوي په موخه داخل کې فابریکې توکي تولیدوي.
 
د یادې ده ، چې د ختیځ لبنیاتو فابریکې په دې ولایت کې په ۲۰۱۵ زیږدیز کال کې فعالیت پیل کړی دی .
 د اقتصادي چارو کارپوهان دا ډول فعالیتونه دهېواد په ګټه بولي او وایي له یوه لوري خپل تولید مومو او له بل لوري بې روزګاره خلکو ته کاري زمیني برابرې کړي.
 
https://avapress.com/vdcc1iqi12bqxm8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته