دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۲۴
د مطلب کود : 202742
درې وسله وال غله بلخ کې نیول شوي
کورنیو چارو وزارت څخه په خپره شوي خبرپاڼه کې راغلي، ملي پولیسو بلخ مرکز مزارشریف ښار کې درې تنه غله چې په بېلابېلو قضیو کې ښکېل وو نیولي دي، نیول شوي غله له څه مودې راهیسې تر څارنې لاندې وو، نوموړي درې تنه غله په دوهمه امنیتي حوزه د ګذر پارسا سیمه کې نیول شوي دي. نیول شویو کسانو سره یو ميل سله یو عراده موټر هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.
https://avapress.com/vdcc0iqii2bqxm8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته