دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۰۴
د مطلب کود : 202756
د مالیې وزارت سرپرست د هرات له والي سره په یاد ولایت کې د پراختیایې پروژو په پلي کیدو خبرې وکړې
د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د سلواغې میاشتې په ۱۴ مه نېټه د هرات ولایت له والي ښاغلي عبدالقیوم رحیمي سره وکتل.
په دې لیدنه کې چې د ترانسپورټ او د اوبو او انرژۍ وزارتونو سرپرستانو هم شتون درلود، د هریرود پله په رغونې، د پاشدان بند په شاوخوا کې د ۱۳ کیلو متره سړک جوړولو د کار په چټکوالي او د ۱۳۹۹ کال د پسرلي په لومړیو کې د پاشدان له بند څخه د اوبو په اخیستلو خبرې وشوې.
د ترانسپورټ وزارت سرپرست وویل چې د پاشدان بند په شاوخوا کې د سړک ډیزاین بشپړ شوی دی. د مالیې وزارت سرپرست وویل چې یاده پروژه دې د بودیجوي ژمنې لپاره مالیې وزارت ته ولیږل شي همداشان هڅه دې وشي چې په دو راتلوونکو اوونیو کې د ملي تدارکاتو کمېسیون ته ولیږل شي.
د مالیې وزارت سرپرست د پاشدان بند په اړه وویل چې د امکان په صورت کې له پاشدان بند څخه د اوبو اخیستلو پروسه دې د ۱۳۹۹ کال د پسرلي په لومړیو کې پیل شي.
همداشان په دې لیدنه کې د هرات والي وویل چې د سلطاني په نوم ویاله د پاکوالي لپاره چې د هرات ولایت له تاریخي ویاله ده عمومي حشر په لاره اچول کیږي. د هرات والي د اوبو او انرژۍ وزارت نه د پاشدان له بند څخه د اوبو اخیستلو تر پیل پورې د اوبو اخیستلو په موخه د دو واټرپمپونو د تدارک د مرستې وغوښته وکړه. د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ژمنه وکړه چې د دوی تخنیکي ټیم به له یادې ساحې څخه لیدنه وکړي تر څو په اړه یې لازمه پریکړه وشي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchmini-23nvqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته